مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره اداري ناسته وکړه

په پیل کې ښاروال یو لړ مهمې خبرې وکړې او د مجلس پر اجڼدا یې ټولو ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل او همداراز یې د تیرو کړنو ارزونه وکړه، نوموړي ټول مثبت او منفي ټکي د ښاروالۍ امرینو او مدیرانو سره شریک کړل
همداراز ښاروال یادونه وکړه چې په شعباتو کې باید سلسله مراتب په نظر کې ونیول شي ترڅو کارونه منظم اوسي
نوموړي په یاد اداري مجلس کې لومړۍ ناحيي مدیریت ته دنده وسپارله ترڅو د ده ملخ پله څخه د ده زیارت په مسیر کوم پیاده روونه چې د دوکاندارانو له لوري د جنسونو په اېښودلو سره بند شوي خلاص کړي
یاده دې وي چې د مجلس په پای کې د ښاروال له لوري یو شمیر نور دندې هم امرینو او مدیرانو ته وسپارل شوې ترڅو تر راتلونکي مجلس یې وکړي