مهترلام ښارولۍ کرکټ لوبډلې پایلوبې ته لار ومونده

د لغمان انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې عزیز امین سپورټس لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده
په یاده لوبډله کې مهترلام ښاروالۍ لوبډلې مقابلې لوبډلې ته د ۴۰۰ منډو ستر هدف ټاکلی وو چې یاده لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او سیالۍ یې د ۱۳۹ منډو په توپیر مهترلام ښاروالۍ لوبډلې ته وبایلله
شوکت افغان یاده لوبه کې د مهترلام ښاروالۍ لوبډلې په ګټه ۱۵۹ منډې ترسره کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري وايي، چې د دوی لوبډله ډیره پیاوړې ده او کولای شي چې د یادو سیالیو د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي
یاده دې وي چې مهترلام ښاروالۍ لوبډله سبا د پنج شنبې ورځ د انټرکلب سیالیو په پایلوبه کې د حاجي پردیس پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي