مهترلام ښار کې د یو شمیر نويو غرفو اېښودلو په موخه ګډ پلاوی وګمارل شو

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره د مهترلام ښار د ښه نظم، آبادۍ او ښاریانو ته د کاري زمینې د برابرولو په تړاو اداري ناسته وکړه
په پیل کې ښاروال، امرین او مدیران خپلو دندو ته متوجه کړل او له دوی یې غوښتنه وکړه چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه د قانون په رڼا کې په وخت تر سره کړي
همداراز په یاد مجلس کې ښاریانو ته د کاري زمینې د برابرولو په موخه د یو شمیر نویو غرفو د ځای پر ځای کولو لپاره د لومړۍ ناحيي د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ یو ګډ پلاوی وګمارل شو ترڅو په ښار کې د غرفو اېښودلو لپاره د حاجي عثمان کلچه بزۍ ترڅنګ یاده ساحه وګوري او ګزارش یې د ښاروالۍ مقام سره شریک کړي
یاده دې وي چې مهترلام ښاروال شپه او ورځ په مهترلام ښار کې د بیارغونې کارونو او ښاري نظم ترڅنګ کوښښ کوي چې ښاریانو ته کاري زمینه هم برابره کړي