په مهترلام ښار کې د ښاروالۍ له بودیجې د څه کم دوه میلیون افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ د سږکال پروژو په دوام د ۱ میلیون ۷۲۵زره او ۴۸۳ افغانیو په ارزښت په مهترلام ښار دویمه ناحیه کې د شهید حبیب الرحمن پارک د احاطې د جوړیدو چارې پیل شوې
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل: د لغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل او د یو شمیر ادارو د رئیسانو په لاسونو مو نن د څه کم دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د شهید حبیب الرحمن پارک د احاطې د جوړیدو چارې پیل کړې، چې په څلورو میاشتو کې به یې کارونه بشپړ شي
نوموړي وویل: په دغه پروژه کې به په روز مره ډول ۱۵ کسانه په کار روزګار هم مصروف وي
مرستیال والي مولوي اخترمحمد مزمل بیا دا ډول پروژې د لغمان خلکو ته ګټورې وبللې، هغه وویل لغمان ته یې توجو زیاته ده، ترڅو د بیلابیلو پروژو د پلي کولو له لارې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او سهولتونه رامنځته شي، همداراز یې په سرمایه دارانو غږ وکړ چې لغمان کې ورته د فعالیت ښه زمینه برابره ده رادې شي او دلته دې سرمایه ګذاري وکړي
د مهترلام اوسیدونکي د ښاروالۍ د وروستیو فعالیتونو قدردانی کوي او وايي: له یادې احاطې سره پارک منظم کېږي، ښکلا یې زیاتیږي او خلکو ته د کار روزګار زمینه برابریږي
د یادونې وړ ده چې دا د مهترلام ښاروالۍ د سږکال پروژو په دوام ۱۸مه پروژه وه چې چارې یې پیل شوې