د درېیمې ناحیې اړوند د اول ګذر (ارچهار) اوسیدونکو لپاره نوی ګذر وکیل وټاکل شو

web_admin
Sun, Jan 25 2026 10:09 AM
وکیل

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی توصیف الله تعبیر د محب الله زوی د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند اول ګذر (ارچهار) اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو

د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري ترڅنګ د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د شوراګانو مامور ډاکټر مقبول صافي او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو

د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري ښاغلي توصیف الله ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي

په پای کې وکیل توصیف الله د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام تر څنګ د اول ګذر (ارچهار) له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي

Latest news

Tue, Apr 28 2026 7:11 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د چمنونو او ګلدانونو د خړوبولو او منظمولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې، د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ګلدانونو، چمنونو او شنو ساحو د خړوبولو ترڅنګ د منظمولو چارې ترسره. . .

Tue, Apr 28 2026 7:08 AM
Background image

له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سرک د اساسي نقطو معلومولو چارې ترسره شوې

مهترلام ښاروالۍ له خپلې داخلي بودیجې له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سړک د دوه لینه کولو پروژې چارې ترسره کوي، چې اوس مهال یې د استملاک او تخنیکي چمتووالي چارې په عملي ډول. . .

Tue, Apr 28 2026 7:05 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انظباطاتو لپاره نوی مدیر معرفي شو

د چارو ادارې لوی ریاست د ۲۴۵۵ شمېرې حکم پر اساس، انتظار د نور الله زوی د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انظباطانو د مدیر په توګه وټاکل شو او نن رسماً معرفي شو

د نوموړي د معرفت په مراسمو کې د. . .

BACK TO NEWS