د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خطاندازۍ چارې پیل شوې
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروالۍ د پلان مدیر فرهاد سهاک او د اصلاحي او تفصلي پلان مامور انجنیر عبدالواحد محمدي له لوري نن د مهترلام ښار د څلورمې ناحيې اړوند د څپرو اصلاحي پلان کې عملي شوه
اړوندو مسؤلینو وویل، چې د څپرو د سیمې د خطاندازۍ له بشپړېدو وروسته به په منظم ډول د نورو پلانونو لکه هرمل، R11 او د حلقوي سړک د پلان پاتې برخې هم خطاندازي شي.
د یادونې وړ ده چې له یادې خط اندازۍ سره به له یوه اړخه د خلکو د سرپنا ستونزې حل شي او له بله پلوه به ډیری بې کاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره شي
