د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

web_admin
Sun, Apr 26 2026 6:23 AM
کمېټه

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د ډاکټر عبدالله عالي لیسې له کمېټې څخه لیدنه وکړه او د کمېټې د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره یې یو شمېر وسایل چې پکې یوه لاسي کراچۍ، دوه بیلچې، دوه ښاخۍ، ۳۰۰ ماسکونه، د تنظیف واسکټونه او پنځه جوړې دستکشې شاملې وې د یادې لېسې مدیر ته وسپاره

ښاري حکومتولۍ آمر د کمېټې له غړو وغوښتل، چې د ښوونځي د پاک چاپېریال ساتنې ترڅنګ د ښار پاکوالي ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړي

د ډاکټر عبدالله لغماني لیسې مدیر حاجي آمان الله سهاک د ښاروالۍ یاد اقدام وستایه او د ښاري حکومتولۍ آمریت څخه یې مننه وکړه چې د یادو کمېټو څارنه کوي او اسانتیاوې ورته برابروي
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د روښان عالي لېسې او مهترلمک لېسې د کمېټو غړو ته هم وسایل ورکړل شوي وو

Latest news

Tue, Apr 28 2026 7:11 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د چمنونو او ګلدانونو د خړوبولو او منظمولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې، د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ګلدانونو، چمنونو او شنو ساحو د خړوبولو ترڅنګ د منظمولو چارې ترسره. . .

Tue, Apr 28 2026 7:08 AM
Background image

له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سرک د اساسي نقطو معلومولو چارې ترسره شوې

مهترلام ښاروالۍ له خپلې داخلي بودیجې له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سړک د دوه لینه کولو پروژې چارې ترسره کوي، چې اوس مهال یې د استملاک او تخنیکي چمتووالي چارې په عملي ډول. . .

Tue, Apr 28 2026 7:05 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انظباطاتو لپاره نوی مدیر معرفي شو

د چارو ادارې لوی ریاست د ۲۴۵۵ شمېرې حکم پر اساس، انتظار د نور الله زوی د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انظباطانو د مدیر په توګه وټاکل شو او نن رسماً معرفي شو

د نوموړي د معرفت په مراسمو کې د. . .

BACK TO NEWS