راځئ د مینې، پوهې او فرهنګ نیالګي وکرو. که غواړئ د الوتونکو غږونه واورئ قفس مه اخلئ بلکې نیالګي وکرئ

Anonymous (not verified)
شاروالی مهترلام

نیالګي کینوئ او ساتنه یې وکړئ.

یو نیالګی د ځان او بل په افغانستان کې د سولې لپاره کینوئ.

ونې کرل، خدمت او عبادت دی.

د نیالګیو کینول چاپیریال سمسوروي.

د یو نیالګي کینول او پالل مو هم د وطنپالنې مینه ثابتوي.

راځئ چې د راتلونکو نسلونو لپاره چاپېریال زرغون کړو.

د یو نیالګي په کینولو د خپل هېواد په سمسورتیا کې برخه واخلئ.

یو نیالګی د ځان لپاره، یو د افغانستان لپاره او یو هم د خدای لپاره وکرئ.

هر مسلمان چې نیالګي وکري، له هغه نه چې انسان یا څاروي خوراک وکړي دا خامخا د ده لپاره صدقه ده. ( بخاري او مسلم)

ونې ټولنیز ملکیت دي، ولو که ستاسو په کور کې هم وي.

نیالګي کینول صدقه جاریه ده.

نیالګي کینوئ چې مرغۍ مو میلمنې شي.

.

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

Latest announcements

Wed, Apr 22 2026 9:51 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د دریمې ناحيې اړوند د ارچهار دویم تجارتي مارکیټ د ازادې مزایدې له لارې په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې د قرارداد کولو لیوال وي، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر څخه . . .

Sat, Apr 18 2026 5:37 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د خپل وسایطو او ماشینرۍ لپاره د اړتیا وړ روغنیات، (ډیزیل او پطرول تیل) د قرارداد له مخې اخلي هر هغه اشخاص چې د قرارداد کولو لیوال وي، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر . . .

Tue, Apr 14 2026 4:44 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

قدرمنو ښاریانو مهترلام ښار د ټولو ګډ کور دی، د ښار زرغونتیا او سمسورتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړئ او د ښاروالۍ له لوري په ګلدانونو او پارکونو کې د کېنول شویو نیالګیو، ګلانو، چمنونو او شنو . . .

Back to announcements