د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ګلدانونو منظم کولو چارې پیل شوي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د ګلدانونو د ګلانو ځمکې نرمولو او منظم کولو چارې پیل شوي چې د مهترلام ښار د پنځه واړه ناحیو د ګلدانونو ګلان او زینتي بوټو ځایونه به منظم کړل شي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري له دې وړاندې د حشراتو او امراضو د مخنیوي په موخه په نیالګیو، ګلانو او زینتي بوټو باندې دوا پاشي او د تقوې لپاره یې حیواني او کیمیاوي سره هم ورکړل شوې ده
یاده دې وي چې د یادو ګلانو او زینتي بوټو قینچي کاري هم په منظم شکل شوې چې د ښار ښکلا یې زیاته کړې ده