لغمان کې لس ټنه تاریخ تېره توکي وسوځول شول

نن یکشنبه لغمان کې لس ټنه تاریخ تېره توکي د مرستیال والي مولوي اخترمحمد مزمل، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، او د صنعت او سوداګرۍ رئیس په شتون کې وسوځول شول
د لغمان د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي سلامت خان بلال د معلوماتو له مخې په دغو تاریخ تېره موادو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل ؤ، چې د مرکز په شمول له ولسوالیو څخه د یو ګډ کمېسون له لوري چې صنعت او تجارت، مهترلام ښاروالۍ، صحت عامه، امنیه قومندانۍ، ولایت مقام او محیط زیست شامل دي راټول او نن وسوځول شول
د صنعت او تجارت رئیس وویل، چې د یاد کمیسون له لوري یاد مواد د یو کال په موده کې راټول شوی ؤ چې د دغو تاریخ تېره موادو ارزښت درې میلیونه افغانۍ وه
د لغمان مرستیال والي ددغو تاریخ تېره توکو د سوځولو پر مهال پر هټۍ والو غږ وکړ، چې د تاریخ تېره موادو له پلورلو دې ډډه وکړي؛ ځکه چې زیان یې عامو ولسونو ته اوړي او په بېلا بېلو ناروغیو اخته کېږي
دا لومړی ځل نه دی، چې په لغمان کې تاریخ تېره مواد سوځول کېږي؛ بلکې له دې وړاندې هم د یاد کمیسون له لوري سوځول شوي دي