مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له روانو پروژو څخه د لیدنې ترڅنګ د کار په ښه کیفیت ټینګار وکړ

web_admin
Sat, Mar 08 2025 7:59 AM
پروژو څخه د ښاروال ليدنه

د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د پنځه پراختيايي پروژو چارې جریان لري چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د دویمې ناحيي مدیر حاجي محمد حسین الکوزي یې ملتیا کوله د يادو پروژو له کارونو څخه یې ليدنه وکړه
په یاده لیدنه کې ښاروال د پروژو مسؤلینو باندې ټینګار وکړ چې کارونه په میعاري او اساسي  شکل د پلان مطابق ترسره کړي
 ښاروال وويل، د ښاروالۍ د هرې پروژې لپاره ځانګړې مسلکي انجینران ټاکل شوي که د پروژو مسؤلینو په کارونو کې غفلت وکړ او یا هم بې کیفیته کار یې وکړ دوی به ورسره قانوني چلند وکړي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ په روانو پروژو کې پر ورځني ډول بیا شاوخوا ۴۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

Latest news

Mon, Oct 20 2025 4:37 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو کیلومتر په اوږدوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند د «ار یک» تفصیلي پلان په ساحه کې د یو کیلومتر په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې
یادې چارې د. . .

Sat, Oct 18 2025 9:38 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت تر چطر لاندې د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په مهترلام ښار کې ګډ آشر ترسره شو
یاد آشر چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي. . .

Tue, Oct 14 2025 8:56 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د سایه‌بانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایه‌بانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې. . .

BACK TO NEWS