په دویمه ناحیه کې د ویالو پاکونه او د کثافاتو انتقال چارې ترسره شوې

د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحيي د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار اړوند د سبزي مارکیټ او د حاجیانو سرک غاړې ویالې او پلچکونه پاک کړل شول
یادو کارکوونکو له ویالو او پلچکونو څخه خځلې او کثافات راټول کړل، ترڅو د اوبو د بهېدو مخه خلاصه او ښار له ناپاکۍ څخه وژغورل شي
همداراز د یادو کارکوونکو له لوري یو شمیر کثافات هم راټول او یو لرې، خوندي ځای ته انتقال او هلته دفن شول
د مهترلام ښاروالۍ رهبري د مهترلام ښار له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښار په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي، ترڅو د تنظیف کارکونکي یې یو لرې ځای ته انتقال او دفن کړي