د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د لومړۍ او دویمې ناحیو کثافاتو راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف مدیریت د ښاري چاپېریال د پاکوالي او ښې ښکلا د تامین په موخه خپلې منظمې هڅې دوامدارې ساتلي، او د همدې لړۍ په دوام کې، د ښاروالۍ زیارکښ تنظیف کارکوونکو د لومړۍ او دویمې ناحیو څخه د کثافاتو راټولولو او انتقال چارې په بریالیتوب سره ترسره کړې په یاده چاره کې سلګونه کیلوګرامه جامد کثافات چې د ښاري ژوند د ګڼهګوڼې له امله راټول شوي وو، د مشخصو موټرو په واسطه یو ټاکل شوي، خوندي او له ښار څخه لرې ځای ته انتقال او هلته په صحي ډول دفن شولدغه چاره د ښار د پاکوالي، د ساري ناروغیو د مخنیوي او د ښاري فضا د ښېګڼې په موخه ترسره شوه، ترڅو د مهترلام ښاریان له یو پاک، روغ او منظم محیط څخه برخمن شي