د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د سړک د پاکوالي او زرغونتیا چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د فعالیتونو په دوام، د ښار دویمې ناحیې اړوند د روښان پوهنتون څخه تر اطفایي امریت پورې د سړک دواړو غاړو د خاکروب (جارو) کولو چارې ترسره شوې
یادو فعالیتونو کې نه یوازې د سړک او پیادهرو خځلې، دوړې او نور کثافات پاک شول، بلکې د یاد سړک پر غاړو جوړو ګلدانونو ګلانو او شنو بوټو ته د ښاروالۍ د ټانکرو په وسیله اوبه هم ورکړل شوې
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وايي: دا ډول خدمات د ښاري نظم، پاک چاپېریال، او ښایسته منظرې د رامنځته کولو لپاره دوامداره ترسره کېږي، ښاروالۍ هڅه کوي چې د ښار پاکوالي او زرغونتیا ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو ښاریان یو ارام، روغ او منظم ژوند ولري
د یادونې وړ ده چې د ښاروالۍ د تنظیف ډله هره ورځ د ښار د پاکوالي په موخه خپل نه ستړې کیدونې هلې ځلې کوي