په مهترلام ښار کې د سبزي مارکیټ او مدقق روغتون ترڅنګ ویالې پاکې او کثافات انتقال شول

web_admin
Sun, Jul 13 2025 8:03 AM
د کثافاتو انتقال

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف مدیریت د دوامداره خدمتونو په لړ کې، د دویمې ناحیې اړوند د سبزي مارکیټ او د مدقق روغتون ترڅنګ د ویالو پاکولو او د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې
دا فعالیت د ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار د پاکوالي، د اوبو د بهیر د عادي کولو، او د ښاري ککړتیا د مخنیوي په موخه ترسره شو، چې پکې د یادو ساحو له ویالو څخه راایستل شوي خځلې، خټې او نور کثافات یو مناسب لیرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول
د مهترلام ښاروالۍ مشرتابه ټینګار کوي چې دا ډول پاک‌کاري به دوامداره وي، تر څو ښار پاک او د ښاریانو لپاره د ژوند وړ چاپېریال برابر شي
همداراز نوموړی له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښار د پاک ساتلو په برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او له بې‌ځایه کثافاتو غورځولو څخه ډډه وکړي

Latest news

Tue, Jan 20 2026 6:38 AM
Background image

د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د کورونو او بلاکونو د لوړې کرایې د مخنیوي په موخه له ګذر وکیلانو سره ناسته وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د کورونو او بلاکونو د کرایې زیاتوالي د مخنیوي په موخه یوه مهمه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د. . .

Tue, Jan 20 2026 6:29 AM
Background image

د ښاري نظم او د پلو لارو د خلاصون ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې پراخ کمپاین ترسره کړ

د ښاري نظم د ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه هغه ګډ کمېسیون چې د ولایت مقام له لوري ترتیب شوی او مشري یې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز کوي، نن د مهترلام ښار په بېلابېلو. . .

Wed, Jan 14 2026 6:10 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پنځه پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

یاد کانال چې. . .

BACK TO NEWS