په پنځمه ناحیه کې د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې مهمې پروژې چارې پیل شوې

web_admin
Tue, Dec 30 2025 10:14 AM
افتتاح

د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند اووم ګذر باباصاحب کمپ کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو مؤسسې (UN-Habitat) په مالي ملاتړ او د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ د اوبو رسولو د یوې مهمې پروژې چارې پیل شوې

د یادې پروژې د بنسټ ډبره د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري، د پنځمې ناحیې مدیر محمد منیر فاروق او د UN-Habitat مؤسسې مسؤل انجنیر عبدالحق تحریک له لوري کېښودل شوه

د مؤسسې مسؤل انجنیر عبدالحق تحریک وویل، چې یاده پروژه د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت پلې کېږي، چې پکې د اوبو ذخیره، د اوبو رسولو شبکه او لمریزې برېښنا سیستم شامل دي  چې په بشپړیدو سره به یې شاوخوا ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي

په همدې حال کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د UN-Habitat مؤسسې له مسؤلینو مننه وکړه او پر نورو ملي او نړیوالو مؤسسو یې غږ وکړ، چې د مهترلام ښار د بیارغونې او پراختیا په برخه کې همکاري وکړي

د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې د پیل له امله خوښي څرګنده کړه او وې ویل، چې له کلونو راهیسې د څښاک د اوبو له جدي ستونزو سره مخ وو، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به یې ستونزې تر ډېره حل شي

Latest news

Tue, Dec 30 2025 10:29 AM
Background image

د پشه یو په مسیر د سرک دوه لینه کولو په موخه د استملاک کمیټې خپله دویمه ناسته ترسره کړه

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري پراختیايي پلان له مخې، د کابل ـ جلال‌آباد له زړې هډې څخه تر تیرکړیو پله پورې د سرک دوه‌لینه کېدو په موخه د استملاک کمېټې دویمه ناسته ترسره شوه 

په یاده ناسته. . .

Tue, Dec 30 2025 10:25 AM
Background image

دا ځل د اووم ګذر اوسیدونکو ته د پاک چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ سره د همکارۍ په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت ترچتر لاندې د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پنځمې ناحيې اړوند اووم ګذر اوسیدونکو ته د پاک چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ سره د همکارۍ په. . .

Tue, Dec 30 2025 10:19 AM
Background image

په ګذرونو کې د بې‌سرپرسته او یتیمو ماشومانو د تثبیت په موخه ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د بې‌سرپرسته او یتیمو ماشومانو د تثبیت او لېست کولو په موخه د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د لومړۍ ناحیې د. . .

BACK TO NEWS