د مهترلام ښاروالۍ له لوري د لغمان قبایلو چارو ریاست مخې سرک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۴۸
سرک جوړونه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د سرکونو د جوړولو پروژه چې په دویمه ناحیه کې پیل شوې وه، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دې پروژه کې د لغمان د کډوالو چارو ریاست ترڅنګ، د اقوامو او قبایلو ریاست مخې او د مهترلام ښاروالۍ دننه سرکونو جوړول شامل وو
مهترلام ښاروال، الحاج مولوي رحمت الله شهامت، وویل چې د کډوالو ریاست او د ښاروالۍ دننه د سرکونو چارې له څه مودې وړاندې بشپړې شوې وې، خو د اقوامو او قبایلو ریاست مخې سرک د تخنیکي ستونزو له امله یو څه ټکنی شوی و، چې اوس یې ټولې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
ښاروال زیاته کړه، چې د دغو سرکونو په جوړېدو سره نه یوازې خلکو ته د کار  زمینه برابره شوې وه، بلکې د سیمې اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هم په اساسي ډول حل شوې
د سیمې اوسېدونکي د ښاروالۍ له هڅو ستاینه کوي او وايي، چې پخوا د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېدل، خو اوس د دغو سرکونو په جوړېدو سره ورته پراخې اسانتیاوې برابرې شوې دي
د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ تر دې وړاندې هم د ښار په پنځو ناحیو کې د یو شمېر مهمو سرکونو د جوړولو چارې بشپړې کړې دي، چې اوس مهال خلک په اسانۍ سره پرې تګ راتګ کوي

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

د مشرتابه د فرمانونو د عملي کولو او تعقیب په موخه د چارو ادارې پلاوي له مهترلام ښاروال سره وکتل

د مشرتابه د فرمانونو د عملي کولو او تعقیب په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو ریاست څخه راغلي پلاوي د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت سره وکتل
په دې لیدنه کې پلاوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۵۸
Background image

د مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې پرلپسې دویمه ستره بریا ترلاسه کړه

د لغمان انټرکلب سیالیو په لړ کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امریت ترچطر لاندې ښاروالۍ کرکټ لوبډلې پرلپسې خپله دویمه ستره بریا ترلاسه کړه
یادې لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د حکیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۵۴
Background image

د مشرتابه د فرمانونو د تعقیب او عملي کولو په موخه یوه مهمه ناسته وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسکلي امر انجنیر زاهد الله مجددي په مشرۍ د ښاروالۍ د نواحیو له مدیرانو سره د مشرتابه د فرمانونو د تعقیب او عملي کولو په موخه یوه مهمه او ځانګړې ناسته ترسره. . .

BACK TO NEWS