د یونفس موسسې مسؤلینو په مهترلام ښار کې د یو لړ پروژو د عملي کولو په موخه له مهترلام ښاروال سره وکتل

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۸:۴۲
ليدنه

د نړیوال بانک تر چتر لاندې د یونفس موسسې مسؤلینو په مهترلام ښار کې د یو لړ پراختیايي پروژو د عملي کولو په موخه له مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې مهترلام ښاروال د یونفس موسسې راغلو مسؤلینو ته ښه راغلاست وویل او ډاډ یې ورکړ، چې ښاروالۍ به د یادو پروژو د تطبیق په برخه کې بشپړه همکاري وکړي

نوموړي ټینګار وکړ، چې د پروژو د پلي کېدو بهیر به په شفاف او منظم ډول پرمخ ولاړ شي او د ښار ټولو ګذرونو ته به په عادلانه ډول خدمات وړاندې شي
د یونفس موسسې مسؤل هم د ښاروال له همکارۍ مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې په ۱۴۰۵ مالي کال کې به د مهترلام ښار په ټولو ګذرونو کې شپاړلس د بیارغونې پروژې د یونفس موسسې په مالي لګښت عملي شي

 د هغه په وینا، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د ښار د آبادۍ او پرمختګ بهیر لا پیاوړی شي

د یادونې وړ ده، چې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه به هم په ۱۴۰۵ مالي کال کې په مهترلام ښار کې یو شمېر پروژې پلي شي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۸:۱۳
Background image

په مهترلام ښار کې د ګلدانونو او پارکونو د خړوبولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري هره ورځ د پارکونو نیالګي او د ښار ګلدانونه په منظم شکل خړوبیږي ، د پارکونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۷:۴۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر اوسه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۸:۴۲
Background image

د یونفس موسسې مسؤلینو په مهترلام ښار کې د یو لړ پروژو د عملي کولو په موخه له مهترلام ښاروال سره وکتل

د نړیوال بانک تر چتر لاندې د یونفس موسسې مسؤلینو په مهترلام ښار کې د یو لړ پراختیايي پروژو د عملي کولو په موخه له مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه. . .

BACK TO NEWS