د مهترلام ښار د ویالو او پلچکونو پاکونه ترسره شوه
د وروستیو بارانونو له امله د مهترلام ښار یو شمېر ویالې او پلچکونه د کثافاتو، خځلو او خټو له کبله بند شوي وو، چې له امله یې د اوبو بهیر له ستونزو سره مخ شوی و
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړي هدایت پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو د مامور ریحان الله اریان په مشرۍ د یادو ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره کړې
د تنظیف د ټیم مسؤل مامور ریحان الله اریان وویل: د ښار د یو شمېر ویالو او پلچکونو د بندېدو له امله د اوبو جریان ټکنی شوی و، خو زموږ ټیم په چټک اقدام سره یادې لارې پاکې کړې او د اوبو بهیر مو بېرته عادي حالت ته راوګرځاوه
هغه زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې د ښار پاکوالی په دوامداره توګه وساتو او ورته ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړو
