د مهترلام ښار د ګلدانونو د اوبه کولو چارې په ورځني ډول د پلان له مخې ترسره کېږي

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۱:۳۲
 تنظیف

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښ کارکوونکي د ټاکل شوي پلان له مخې هره ورځ د ښار ګلدانونه د ټانکرونو په وسیله خړوبوي، ترڅو ګلان، نیالګي او زینتي بوټي زرغون او تازه وساتل شي

په همدې لړ کې د زرغونتیا مامور ریحان الله اریان د یادو فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ او اړوندو کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ګلدانونو، نیالګیو او زینتي بوټو د اوبه کولو چارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو د ښار زرغونتیا او ښکلا خوندي پاتې شي

د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د ښار د زرغونتیا، ښکلا او پاک چاپېریال د ساتنې په موخه هره ورځ د پارکونو، ګلدانونو او نیالګیو د خړوبولو او پالنې چارې ترسره کوي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۱۹
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو اداري ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو اداري ودانیو د جوړولو چارې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه پیل شوې.

د یادې پروژې بنسټ ډبره د لغمان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۱:۳۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې مهترلام ښار ته د ښه راغلاست معیاري دروازه جوړیږي

د مهترلام ښار د ښکلا او پراختیا په موخه، د پنځمې ناحیې د قرارګاه په ساحه کې مهترلام ښار ته د ښه راغلاست معیاري دروازه جوړیږي

په همدې موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د اوبه کولو چارې په ورځني ډول د پلان له مخې ترسره کېږي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښ کارکوونکي د ټاکل شوي پلان له مخې هره ورځ د ښار ګلدانونه د ټانکرونو په وسیله خړوبوي، ترڅو ګلان، نیالګي او زینتي بوټي زرغون او تازه. . .

BACK TO NEWS