د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۷:۳۸
اداري مجلس

د مهترلام ښاروالۍ د چارو په منظم او ښه شکل پر موخه وړلو په هدف د ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

یاده ناسته چې د ښاروالۍ له ټولو امرینو او مدیرانو سره وشوه، په پیل کې ښاروال د تېرې ناستې راپور واورېد او د ترسره شویو فعالیتونو ارزونه یې وکړه

ښاروال د هغو چارو یادونه وکړه چې ښه پرمختګ یې کړی و، او په ورته وخت کې یې پر ځینو نیمګړتیاوو هم رڼا واچوله، ترڅو اصلاحات پکې راشي

همداراز، د مجلس په پای کې یو شمېر امرینو او مدیرانو ته مشخصې دندې وسپارل شوې، ترڅو تر بلې ناستې پورې یې 
بشپړې کړي او خپل راپور له رهبري سره شریک کړي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۵۸
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ښاري خدمتونو د ښه‌والي په موخه د کورونو ثبت سروې جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د لا ښه‌ والي او د صفایي محصول د دقیق ثبت په موخه، د پنځمې ناحیې مدیریت د استوګنیزو کورونو د ثبت سروې پیل کړې ده

د پنځمې ناحیې مدیر، محمد منیر فاروق،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۴۹
Background image

مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پروژو څخه لیدنه وکړه او د کار په ښه کیفیت یې ټینګار وکړ

د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د دوو پراختیايي پروژو چارې جریان لري چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د يادو پروژو له کارونو څخه. . .

BACK TO NEWS