په مهترلام ښار کې د تیلو پمپ استیشن د جوړولو لپاره آفر پرانیستل شو

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۲:۵۵
جوړول

د مهترلام ښاروالۍ له لوري په پنځمه ناحیه کې ، د کابل ـ جلال آباد هډې ترڅنګ د موټر چلوونکو د سهولت او د ښاروالۍ د عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه معیاري د تیلو پمپ استیشن د جوړولو چارې پیل کېږي
د یادې پروژې ترڅنګ به موټرشويي، د اوبو څاه او د فاضله موادو د ایستلو څاه ګانې هم جوړې شي

په همدې موخه د داوطلبۍ پروسه د ولایت مقام د ټاکل شوې کمیټې او د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په حضور کې ترسره شوه، چې په کې شپږو داوطلبانو ګډون کړی و

 د ولایت مقام د ارزیابۍ کمیټې له تائید وروسته به ګټونکی شرکت اعلان شي او له هغه سره به د قرارداد لاسلیک ترسره شي

یاده دې وي چې د تیلو دغه پمپ استیشن به د ښاریانو لپاره د آسانتیاوو ترڅنګ د ښاروالۍ د عوایدو د زیاتوالي یوه مهمه سرچینه هم وګرځي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د یو ګډ کمېسیون له لوري نن د ښار په مرکزي سیمو کې د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

 یاد کمېسیون د لومړۍ ناحیې د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، چې د ښاري حکومتولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۹:۵۱
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د مارکیټ د درېیمې برخې مزایده ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ یو مارکیټ، چې د لومړۍ ناحیې اړوند د کلیو او پراختیا ریاست جنوب طرف ته موقعیت لري، د درېیمې برخې مزایده یې ترسره شوه
یاده مزایده د درې داوطلبانو ترمنځ د تدارکاتو او. . .

BACK TO NEWS