د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

د مهترلام ښاروالۍ په ښاري ساحه کې د ۵۲ ونو د پلورلو په مزایده کې زمری د الله محمد زوی د (۱۲۰۰۰۰) یوسلو شل زره افغانۍ نرخ ورکولو سره ګټونکی پیژندل شوی، هر داوطلب که په دې اړه اعتراض لري، کولای شي چې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د دلایلو سره د اعلان د نشر نیټې څخه تر ۷ ورځو پورې د مهترلام ښاروالۍ ادارکاتو او خدماتو مدیریت ته وسپاري