د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

د مهترلام ښاروالۍ اړوند په دریمه ناحیه کې د هندوستان پارک یوه اندازه ځمکه چې د ماشومانو او ځوانانو د تفریح لپاره ځانګړې شوې، عبدالرحمن ولد نسیم ګل په مزایده کې د میاشتې کرايي لپاره ۶۵۵۰ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی شوی، که هر څوک په یاده پروسه نیوکه لري تر ۷ ورځو پورې دې خپل اعتراض مهترلام ښاروالۍ تدارکاتو او خدماتو مدیریت ته په لیکلي ډول د دلایلو سره وسپاري