د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو لخوا د کلچه پزې مخې ویالې راویستل شوي کثافات انتقال او دفن شو

د مهترلام ښار د پاک چاپېریال د تامین او د ښاري نظم د ټینګښت په موخه، د ښاروالۍ د تنظیف مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د کلچه پزې مخې ویاله پاکه شوه
په دې پاک کاري کې، د ویالې له دننه څخه ټول راټول شوي خځلې، خټې او نور کثافات راټول او یو لیرې، له چاپېریالي پلوه مناسب ځای ته انتقال او د اصولو مطابق دفن شول.
دغه چاره د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي او د اوبو د بهیر د عادي کولو په موخه ترسره شو
د مهترلام ښاروالۍ مشرتابه د ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو څخه مننه کوي، او له ښاریانو غواړي چې د پاک ښار په ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي