د مهترلام ښار له پارکونو او ګلدانونو څخه نظارت ترسره شو

web_admin
Tue, Jun 02 2026 5:16 AM
ظارت

د نیکمرغه لوی اختر له رخصتیو وروسته، د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د مهترلام ښاروالۍ له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ

په یاده لیدنه کې نوموړي د زرغونتیا کارکوونکو هڅې وستایلې او څرګنده یې کړه، چې د اختر په شپو او ورځو کې یې خپلې دندې د ټاکلي پلان له مخې په ښه ډول ترسره کړې دي، چې له امله یې پارکونه، ګلدانونه او شنې ساحې تازه او منظم ساتل شوې دي

نوموړي همداراز اړوندو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د هوا د تودوخې له زیاتوالي سره سم خپلې چارې لا چټکې او منظمې ترسره کړي، ترڅو پارکونه، نیالګي، ګلان او چمنونه زرغون او تازه پاتې شي

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS