د ښاري نظم او د پلو لارو د خلاصون ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې پراخ کمپاین ترسره کړ

web_admin
Tue, Jan 20 2026 6:29 AM
کمیسیون

د ښاري نظم د ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه هغه ګډ کمېسیون چې د ولایت مقام له لوري ترتیب شوی او مشري یې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز کوي، نن د مهترلام ښار په بېلابېلو برخو کې خپل پراخ کمپاین ترسره کړ

یاد کمېسیون چې په ترکیب کې یې د مهترلام ښاروالۍ، لومړۍ امنیتي حوزې، ترانسپورټ مدیریت او د اصنافو ریاست مسؤلین شامل دي، د هغو دوکاندارانو او هټیوالو پر وړاندې عملي اقدام وکړ چې د جنسونو، ترپالو او بېلابېلو توکو په وسیله یې پلې لارې بندې کړې وې
 د کمېسیون له لوري د سرغړونکو دوکانونه مهرلاک او پلې لارې د ښاریانو پرمخ په بشپړه توګه پرانیستل شوې

د ترافیکو مدیر او د ګډ کمېسیون مشر مولوي حبیب‌الله مبارز وویل، چې د نن ورځې په کمپاین کې له درې‌شمعې چوک څخه تر رحماني چوک پورې د سرک دواړه غاړې په بشپړه توګه خلاصې شوې، نوموړي زیاته کړه، چې دا لړۍ به دوام ولري تر څو د ښار ټولې پلې لارې د ښاریانو پرمخ پاکې او خلاصې شي

همداراز ترافیکو مدیر ښاغلي مبارز وویل، چې د کمېسیون له لوري د لاسي کراچیو پلورونکو لپاره ځانګړي ځایونه مشخص شوي او ټول پلورونکي مکلف دي چې پر ټاکل شویو ځایونو کې خپل فعالیت ترسره کړي، هغه دا هم زیاته کړه، چې د ریکشو د منظم کولو لپاره هو یوه طرحه جوړه کړې چې د ولایت مقام له تائید وروسته به عملي شي

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي وویل، چې د ګډ کمېسیون له لوري د ښاري نظم ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه شوې او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې په ښار کې بې‌نظمي رامنځته کړي

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ د ښار د پراختیا، نظم او  ښاریانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه خپلې هڅې روانې ساتلې دي او په دې برخه کې به عملي اقدامات لا هم دوام ولري

Latest news

Mon, Mar 16 2026 8:20 AM
Background image

د لغمان د عامې روغتیا رئیس له مهترلام ښاروال سره وکتل

د لغمان ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سمیع الله عابد نیازي د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سره وکتل او د ښار د روغتیايي چارو او همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې

د لیدنې په پیل کې. . .

Mon, Mar 16 2026 7:49 AM
Background image

د مهترلام ښاروال په مشرۍ د ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره نوبتي اداري ناسته ترسره شوه، چې پکې د راتلونکو اختر ورځو په شپو او ورځو کې د ښار د تنظیفي او خدماتي. . .

Mon, Mar 16 2026 7:38 AM
Background image

په پنځمه ناحیه ترمینل کې د تیلو پمپ د جوړېدو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوي دي

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عاداتي پروژې چارې روانې دي، چې نن یې د کانکریټ اچونې کارونه. . .

BACK TO NEWS