د مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۴ کال عوايدو کې ۷ سلنه زياتوالی راغلی دی
د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو مدیر نیکت الله عزیزي وايي، چې په ۱۴۰۴ کال کې يې د ښاروالۍ عايداتي سرچينو څخه ۱۰۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د ۱۴۰۳ کال د عوايدو په نسبت ۷ سلنه پکې زیاتوالی راغلی دی
نوموړي وویل، چې دغه عوايد يې د مارکيټونو، دروازو، د جوازونو، غرفو د کرايې او ښاري خدمتونو څخه ترلاسه کړي دي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق بیا د عوايدو زياتوالی د ښاري خدمتونو زياتوالی، د عوایدو شفافه راټولونه او د کارکوونکو مخلصانه هلې ځلې ګڼي او زياتوي، چې په روان کال کې به هم هڅه وکړي، څو دغه عوايد نور هم زيات او په مهترلام ښار کې د پروژو او نورو بېلابېلو برخو کې د خدماتو او اسانتياوو لپاره په مصرف ورسوي
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ په ۱۴۰۴ کال کې په مهترلام ښار کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ د بیارغونې پروژې هم پلې کړې چې د ۹ پروژو چارې بشپړې شوي او د پاتې درې پروژو کارونه لا هم جریان لري، چې شاوخوا ۸۵ سلنه یې کارونه بشپړ شوي دي
