د مهترلام ښاروالۍ د سایهبانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایهبانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې داوطلبي ترسره شوه
یاده داوطلبي د ولایت مقام د ټاکل شوې کمیټې په حضور کې د پنځه داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه، چې ګټونکی شرکت به د ارزیابۍ کمیټې له تائید وروسته اعلان او بیا به ورسره قرارداد لاسلیک شي
د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې امر احمد زبیر سالار وايي، چې د یادو سایهبانونو له جوړېدو سره به د ښاروالۍ اړوند ماشینونه، موټرونه او نور ضروري وسایط له باران، لمر او چاپېریالي زیانونو څخه خوندي پاتې شي، او د هغوی د ساتنې کیفیت به لا ښه شي
د یادونې وړ ده چې سږکال مهترلام ښاروالۍ په ښار کې د بیارغونې یوولس پروژې هم عملي کوي، چې په پرلپسې ډول به یې داوطلبیانې سره شي