د مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې پرلپسې دویمه ستره بریا ترلاسه کړه

د لغمان انټرکلب سیالیو په لړ کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امریت ترچطر لاندې ښاروالۍ کرکټ لوبډلې پرلپسې خپله دویمه ستره بریا ترلاسه کړه
یادې لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د حکیم زاده لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه، چې ښاروالۍ لوبډلې مقابلې لوبډلې ته په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان ۳۵۵ منډو ستر هدف ټاکلی وو چې سیاله لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ۲۵۰ منډو په توپیر یې ستره ماتې وخوړه
په سیالۍ کې د ښاروالۍ لپاره په توپ وهنه کې کشمیر ۱۱۵، شوکت افغان ۹۱ او عبدالخبیر ۶۹ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې بیا د ښاروالۍ په ګټه مجبور خروتي څلور، اشرف درې او توریال همت دوه ویکټې ترلاسه کړې
له یادې سیالۍ وړاندې ښاروالۍ لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډله هم ماته کړې وه، چې په دغې لوبې ګټلو سره یې پرلپسې دویمه بریا ترلاسه کړه
د یادونې وړ ده چې ښاروالۍ کرکټ لوبډله به خپله دریمه او برخلیک ټاکوونکي سیالۍ د راتلونکي یکشنبې ورځ د همت سلطان لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي