مهترلام ښار کې د سراج باغ شاوخوا ویالې او پلچکونه پاک شول
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري چې مشري یې مامور ریحان الله آریان کوله د لومړۍ ناحيې اړوند د سراج باغ د شاوخوا ویالو او پلچکونو پاکونه ترسره کړه
په یاده پاکونه کې له ویالو او پلچکونو څخه خټې، خځلې او کثافات راویستل شول او د اوبو بهیر عادي حالت ته راوګرځید
یاده چاره هر وخت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د ښار د منظم کولو او کثافاتو د راټولولو په موخه ترسره کېږي
