د ناسمو رواجونو د ۱۷مه ګڼه فرمان د پوهاوي په موخه د ښاروالۍ په دیوالونو لیکنې وشوې

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امریت ترچطر لاندې د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د ښاروالۍ په دیوالونو باندې د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان چې د ناسمو رواجونو اړوند یې کړی دی د عملي کولو او تطبیق په موخه په بیلابیلو ژبو د عامه پوهاوي لیکنې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري وویل، چې یادې ليکنې یې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په ځانګړې هدایت کړې دي، تر څو خلک د امیرالمؤمنین د یاد شوي فرمان اړوند پوهاوی ترلاسه کړي او هره ماده یې په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي
په ۱۷مه ګڼه فرمان کې ټینګار شوی، چې د خېښیو، ودونو، مصیبتونو، او همداراز د حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال باید له هغو ناسم او ستړیا جوړونکو دودونو څخه ډډه وشي، کوم چې د خلکو پر اقتصاد او ټولنیزو ارزښتونو ناوړه اغېز لري
د یادونې وړ ده چې د ښاروالۍ له لوري ښاریانو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه په دیوالونو د عامه پوهاوي لیکنې هم شوي دي