د‌ لغمان ورزشکارانو ‌ټولنې په ‌نوښت‌ د واليبال پنځه ورځنۍ دوستانه سيالۍ، چې مهترلام‌ ښار کې د ۹ بېلابېلو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وه پای ته ورسېده

ناپیژنده (not verified)
شاروالی مهترلام

دغه ‌سيالي لومړی د اتو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې پای لوبه کې د ښاروالۍ او د نانکزيو لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه، چې وروستۍ لوبه د ښاروالۍ لوبډلې په ګټه تمامه شوه او د لوبې کپ يې ترلاسه کړ.

د پای مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر بختيار حسين خېل، د ورزشکارانو ټولنې مشر استاد احمد شاه صديقي، ددې ترڅنګ يو شمېر نورو ګډونوالو خبرې وکړې.

ښاغلي ‌حسين خېل د ښاروالۍ لوبډله او نور ورزشکاران وهڅول، ترڅو د ورزش له لارې خپلې ټولنې ته مثبت پيغامونه ورکړي او ددې ترڅنګ خپل ځان او عامو خلکو ته د تفريح زمينه برابره کړي.

حسين خېل وړاندې وويل، چې موږ ته ټول ورزشکاران مهم دي او په ‌ټولنه کې د دوی رول موږ ته بنسټيز ارزښت لري.

دغه راز د ښاري حکومتولۍ امر بختيار حسين خېل ټول ورزشکاران او ‌د لوبې ننداره کوونکي د کرونا پر ضد مبارزې ته وهڅول ‌او‌ د پای لوبې پر ګډونوالو يې ماسکونه هم ووېشل.

دارنګه ‌په لغمان ولايت کې ‌د‌ بدني روزنې ‌امر استاد بادام ‌ګل‌ ملتزم ‌هم خبرې وکړې، ورزشکاران ‌یې ورزشي اخلاقو ته متوجې کړل، ددې ترڅنګ يې زیری ورکړ، چې له ‌کرونايي‌ حالت ‌وروسته به دا ډول لوبې د بدني روزنې ‌امريت تر چتر لاندې ‌جوړوي او ‌غوره سهولت به ورته ‌برابروي.

ملتزم‌ ورزشکارانو‌ ته لارښوونه وکړه، چې د کرونا مخنيوي په خاطر کلپونو وتړي او تر يو څه وخت پورې دې ورزش ته ادامه نه ورکوي.

په ‌پای کې د ورزشکارانو ټولنې مشر استاد صديقي‌ د کرونا سره د مبارزې ترڅنګ ورزشکاران او د لوبې ګډونوال سولې او يووالي راوستلو ته ‌هم‌وهڅول، ‌د لوبې هدف يې روښانه کړ او ګټوونکو لوبډلو ته يې کپونه هم ورکړل

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې اړوند د دارالمعلمین د سرک په مسیر د چړايي پاتې برخې پروژه د ازادې داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې د قرارداد کولو لیوال وي، خپل . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۵۱
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د دریمې ناحيې اړوند د ارچهار دویم تجارتي مارکیټ د ازادې مزایدې له لارې په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې د قرارداد کولو لیوال وي، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر څخه . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۵:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د خپل وسایطو او ماشینرۍ لپاره د اړتیا وړ روغنیات، (ډیزیل او پطرول تیل) د قرارداد له مخې اخلي هر هغه اشخاص چې د قرارداد کولو لیوال وي، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر . . .

Back to announcements