د الینګار په مسیر د عمومي سرک دواړو خواو ته د ویالو او پلچکونو پاکونه ترسره شوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۴۸
پاکونه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري نن د مامور حیات الله تلوار په مشرۍ د لومړۍ ناحيي اړوند  د الینګار سړک په مسیر د چهلمټیو ساحي ترڅنګ د ویالو او پلچکونو پاکونه ترسره شوه
یاده پاکونه کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات، خځلې، خټې او نور جامد مواد راویستل شو، ترڅو د باراني اوبو د بندېدو، د سیلابونو او د روغتیايي ستونزو مخه ونیول شي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو 
کې خپل فعالیتونه کوي او خلکو لپاره پاک چاپېریال برابروي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۶:۳۸
Background image

د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د کورونو او بلاکونو د لوړې کرایې د مخنیوي په موخه له ګذر وکیلانو سره ناسته وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د کورونو او بلاکونو د کرایې زیاتوالي د مخنیوي په موخه یوه مهمه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۶:۲۹
Background image

د ښاري نظم او د پلو لارو د خلاصون ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې پراخ کمپاین ترسره کړ

د ښاري نظم د ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه هغه ګډ کمېسیون چې د ولایت مقام له لوري ترتیب شوی او مشري یې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز کوي، نن د مهترلام ښار په بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۶:۱۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پنځه پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

یاد کانال چې. . .

BACK TO NEWS