د دویمې ناحيي اړوند د اطفائي قومي مشرانو له مهترلام ښاروال سره خپلې ستونزې شریکې کړې

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۷:۱۰
ليدل

د مهترلام ښار دویمې ناحيي اړوند د اطفائي یو شمیر قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو د امر بالمعروف د رئیس مولوي پاچاه ګل په مشرۍ له ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې. 
دوی په لومړیو کې د ښاروالۍ فعالیتونه وستایل او له ښاروال ښاغلي شهامت څخه یې مننه وکړه چې د مهترلام د اوسیدونکو ستونزې د حل په موخه مخامخ اوري.

قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې د دوی په ساحه کې د اطفائي امریت ترڅنګ د ښاروالۍ کوم پارک چې شتون لري باید احاطه یې وشي ترڅو د یادې ساحې ښکلا ورسره زیاته شي.
ښاروال ټولو راغلو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او وې ویل چې د ښاروالۍ د مقام دروازه د مهترلام د ټولو اوسیدونکو پر مخ خلاصه ده، ټول ولسونه کولای شي چې راشي او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.
 په پای کې ښاروال ټولو راغلو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې په وخت رسیده ګي کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۶:۳۸
Background image

د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د کورونو او بلاکونو د لوړې کرایې د مخنیوي په موخه له ګذر وکیلانو سره ناسته وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د کورونو او بلاکونو د کرایې زیاتوالي د مخنیوي په موخه یوه مهمه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۶:۲۹
Background image

د ښاري نظم او د پلو لارو د خلاصون ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې پراخ کمپاین ترسره کړ

د ښاري نظم د ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه هغه ګډ کمېسیون چې د ولایت مقام له لوري ترتیب شوی او مشري یې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز کوي، نن د مهترلام ښار په بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۶:۱۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پنځه پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

یاد کانال چې. . .

BACK TO NEWS