د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې چارې بشپړې شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
په دغه پروژه کې د ۱۰۲ متره په اوږدوالي او ۶۰ متره په پلنوالي سره احاطه، دوه دروازې او کټارې شاملې وې چې کارونه یې په اساسي او معیاري شکل ترسره شول
د یادونې وړ ده چې په یاده پروژه کې په ورځني ډول ۲۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې وه