د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ رهبري د مهترلام ښار ټولو ښاریانو ته خبر ورکوي چې د مشرتابه د فرمان پر اساس که یو شخص په خپل ملکیت کې ودانۍ جوړوي او په څنګ کې یې پیوسته او یا د لارې د اندازې په فاصلې سره د بل شخص د استوګنې ودانۍ شتون ولري، نوې ابادي کوونکی شخص نشي کولای چې د همسایه طرف ته داسې کړکۍ پرېږدي چې د هغه د کور انګړ، پخلنځای، کوهي او داسې نور ځایونه چې عادة او عرفاً ښځې پکې ناسته ولاړه کوي ترې ښکاري
که چا له یاد فرمان څخه وړاندې کړکۍ پرېښې وي نو مکلف دي چې د یو انسان قد برابر دیوال پکې پورته کړي او له دې وروسته څوک نشي کولای چې د پورته مواریدو پر اساس کړکۍ پرېږدي، که هر شخص د مشرتابه د فرمان خلاف پرزي وکړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري