د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډلې له لوري د دویمې ناحيي د لارو صفايي وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحيي د مدیریت په لارښونه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف د برخې د کارکوونکو له لوري د یادې ناحيي د لارو، سرکونو او کوڅو صفايي ترسره شوه
په یاده صفايي کې سرکونه، کوڅې او لارې جارو کړل شوې او کثافات ترې راټول او مناسب ځای ته انتقال کړل شول
یاده دې وي چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې خپل فعالیتونه کوي او کثافات راټولوي