د مهترلام ښاروالۍ د دوو بستونو بریالي کسان اعلان شول
Publish Date
Closing Date
څه موده وړاندې د مهترلام ښاروالۍ له لوري اووم د باغوانۍ او اتم د تنظیف عملې بستونه اعلان ته سپارلي شوي ؤ چې ټولټال ۵۲ کسانو ورته نوملیکنه کړې وه
نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د ولایت مقام د تعین شوې کمېټې په حضور کې د یادو بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه
د ازموینې په پایله کې سمیع الله د ګل جان زوی د تنظیف عملې بست ته او عبدالحق د غلام سخي زوی د باغوانۍ بست ته بریالي اعلان شول
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د شفافیت او د وړتیا پر بنسټ د استخدام پروسې د تطبیق ډاډ ورکوي