د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د ګلدانونو د منظمولو چارې دوام لري
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د ګلدانونو د منظمولو چارې په منظم ډول روانې دي
د یاد مدیریت مامور ریحان الله اریان وویل، چې دغه چارې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په ځانګړې لارښوونه پیل شوي دي او هدف یې د ښار د شنو ساحو لا ښکلا او سم مدیریت دی
هغه زیاتوي، چې د ګلدانونو له سطحې اضافه خاوره ایستل کېږي او پر ځای یې د زراعتي خاورې ترڅنګ حیواني او کیمیاوي سره کارول کېږي، څو ګلان تازه، زرغون او سرسبز پاتې شي او د موسمي بدلونونو پر وړاندې مقاومت ولري
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د پلان مطابق هره ورځ د ګلدانونو او پارکونو د خړوبولو چارې هم ترسره کېږي
