د مهترلام ښاروالۍ له لوري په لومړۍ ناحیه کې د برېښنايي تنویري پایو د نصبولو چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ د سږکال پروژو په دوام د لومړۍ ناحيي اړوند د سطان غازي بابا ښارګوټي دروازې څخه تر شهید عبدالله پښتون چوک پورې د برېښنايي تنویري پایو د لګولو چارې پیل شوې
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله د تنویري پایو د کار د ښه کیفیت په موخه یې ترې لیدنه وکړه او نوموړي وویل، چې یادې برقي تنویري پایي د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت لګول کېږي چې یاده ساحه به ورسره روښانه شي
همداراز ښاروال وویل چې دوی به په نږدې ورځو کې د لومړۍ او پنځمې ناحيي اړوند د ده ملخ پله څخه تر قرارګاه پورې د تنویري پایو د ترمیم چارې هم پیل کړي
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په مختلفو ساحو کې د بیارغونې کارونه روان دي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده