د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

نن د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دغه ناسته کې د امرینو او مدیرانو له لوري د تېر اداري مجلس ګرازش وړاندې شو او همدارنګه یو شمېر مهم موضوعات هم د بحث او کتنې لاندې ونیول شول، څو د راتلونکي لپاره پرې اغېزمن پلانونه جوړ او عملي شي
ناسته کې ښاروال له ټولو امرینو او مدیرانو مننه وکړه چې ورسپارل شوي کارونه یې په ښه شکل ترسره کړې دي
نوموړي وویل، " کوښښ کوو چې د مهترلام ښار ټولو اوسیدونکو ستونزو ته په وخت رسیده ګي وکړو
هغه همداراز زیاته کړه چې سږکال به د ښاروالۍ په لګښت د ښار په بېلابیلو ځایو کې بلبورډونه هم ولګول شي، تر څو له یوه اړخه ښار ښکلی او له بله پلوه د ښاروالۍ عوایدو کې زیاتوالی راشي
په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو امرینو او مدیرانو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه چې تر راتلونکې ناستې پورې د هغو د ترسره کولو راپور ورسره شریک کړي