د مهترلام ښاروال له لوري د کارونو په ښه کیفیت ټینګار وشو
لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې نن یې د کانکریټ اچونې چارې ترسره شوې
یاد کانال چې ۸۳۰ متره اوږدوالی لري په اساسي او معیاري شکل به جوړ شي چې اوس مهال پکې شاوخوا ۳۰ کسانو ته په ورځني ډول د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق چې تخنیکي او مسلکي امر انجنیر زاهد الله مجددي یې ملتیا کوله، د یادې پروژې له چارو څخه لیدنه وکړه او د کار په ښه کیفیت یې ټینګار وکړ
نوموړي د پروژې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې کارونه د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو په شتون کې د پلان له مخې ترسره کړي
د یادونې وړ ده چې د یاد کانال او پلچکونو په جوړیدو سره به سیمه کې د ادارو او کورونو د فاضلابو د اوبو بهیر روان شي او یاده ساحه به له چټلیو وساتل شي
