د مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي په مشرۍ ښاري ‌کمېسيون غړي په ‌ښار کې وګرځېدل، يو شمېر بندې لارې يې خلاصې کړې او هټيوالو ته يې د ښاري نظم راوستلو او پاکوالي اړوند توصيې هم وکړې.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۲:۱۲
شاروالی مهترلام

مهترلام ښاروال، چې د ولايت مقام، امنيې قوماندانۍ، ملي امنيت، ترافيک، ترانسپورټ، د مدني ټولنې استازي، د مسافر وړونکو اتحاديې ‌غړو، د اصنافو، لاس پلورونکو او يو شمېر ‌اړوند ادارو نماينده ګانو ‌يې ملتیا کوله، مهترلام ښار کې وګرځېد، د ښاري نظم، پاکوالي او د هډو تنظيم اړوند يې مسؤلو کسانو ته لارښوونې وکړې، ددې ترڅنګ يې هټيوالو ته‌، قانون څخه ‌د‌ سرغړونې په خاطر، توصيې هم وکړې.

دا رنګه، ښاري کمېسيون غړو يو شمېر هټيوال، د ښاروالۍ اصولو څخه د سرغړونې په خاطر جریمه هم کړل.

ښاري ‌کمېسیون به ‌کرونا ناروغۍ سره ‌د‌ مبارزې، د خلکو ګڼې ګوڼې د کمولو، د ښار او هډو د تنظيم په موخه په ورځني ډول ‌ښار ته وځي، په ښې همغږۍ او په متداوم شکل به د ښار کنټرول لپاره هلې ځلې کوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۴:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو کیلومتر په اوږدوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند د «ار یک» تفصیلي پلان په ساحه کې د یو کیلومتر په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې
یادې چارې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۳۸
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت تر چطر لاندې د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په مهترلام ښار کې ګډ آشر ترسره شو
یاد آشر چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۸:۵۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د سایه‌بانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایه‌بانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې. . .

BACK TO NEWS