د مهترلام ښاروال په مشرۍ اداري ناسته تر سره شوه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره د تیر اداري مجلس د کارونو په تړاو ناسته تر سره کړه
په پیل کې د ښاروالۍ امرینو او مدیرانو د تیر ادارې مجلس ګزارش له ښاروال سره شریک کړ او له نوموړي یې مننه وکړه چې د کارونو په تر سره کولو کې ورته اسانتیاوې برابروي
ښاروال له ټولو امرینو او مدیرانو مننه وکړه چې ورسپارل شوي کارونه یې تر سره کړې دي او ورته یې یو شمیر نوي موضوعات او کارونه وسپارل تر څو پرې کار وکړي
په پای کې ټولو امرینو او مدیرانو ښاروالۍ خپل کور یاد کړ او وې ویل چې سپارل شوي کارونه به په وخت او په ښه شکل تر سره کوي