د مهترلام ښاروال په مشرۍ د ښاروالۍ نوبتي ناسته ترسره شوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۴۱
اداري ناسته

نن د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دغه ناسته کې د امرینو او مدیرانو له لوري د تېرو دوو اوونیو د کارونو او سپارل شوو دندو راپور وړاندې شو او همدارنګه یو شمېر مهم موضوعات هم د بحث او کتنې لاندې ونیول شول، څو د راتلونکي لپاره پرې اغېزمن پلانونه جوړ او عملي شي
ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ټولو امرینو او مدیرانو له هڅو او وخت‌ پر وخت فعالیتونو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ښاروالۍ د ټولو ګډ کور دی او د ښار او سیمې هره ستونزه به په ګډه هواروي
 نوموړي زیاته کړه چې د ښې همغږۍ او ګډ کار له لارې د ښار د سمسورتیا او پرمختګ لپاره ښه پایلې ترلاسه کېدای شي
په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو امرینو او مدیرانو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه چې تر راتلونکې ناستې پورې د هغو د ترسره کولو راپور ورسره شریک کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۴:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو کیلومتر په اوږدوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند د «ار یک» تفصیلي پلان په ساحه کې د یو کیلومتر په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې
یادې چارې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۳۸
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت تر چطر لاندې د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په مهترلام ښار کې ګډ آشر ترسره شو
یاد آشر چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۸:۵۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د سایه‌بانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایه‌بانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې. . .

BACK TO NEWS