د مهترلام ښار دویمې ناحيې اړوند د مدقق روغتون ترڅنګ کثافات لرې او ویالې پاکې شوې

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۳
کثافاتو انتقال

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار د دویمې ناحیې اړوند، د مدقق روغتون ترڅنګ سیمه کې د پاک چاپېریال د برابرولو په موخه پراخ تنظیفي فعالیتونه ترسره شول په دغو فعالیتونو کې، هغه کثافت دانۍ چې د وخت په تېرېدو سره ډکې شوې وې، له کثافاتو خالي شوې، او ټول کثافات یو لرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو او مقرراتو مطابق دفن شول همداراز، د یادی ساحې د سړک غاړو ویالې هم له خځلو، خټو او اضافي موادو پاکې شوې، چې له امله یې د اوبو بهیر عادي حالت ته راوګرځېد او د چاپېریالي ستونزو مخه ونیول شوه د مهترلام ښاروالۍ مشرتابه د ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو هڅې ستايي او له ټولو ښاریانو غواړي چې د ښار د پاک ساتلو په برخه کې همکاري وکړي او له بېځایه کثافاتو اچولو څخه ډډه وکړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۶:۳۸
Background image

د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د کورونو او بلاکونو د لوړې کرایې د مخنیوي په موخه له ګذر وکیلانو سره ناسته وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د کورونو او بلاکونو د کرایې زیاتوالي د مخنیوي په موخه یوه مهمه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۶:۲۹
Background image

د ښاري نظم او د پلو لارو د خلاصون ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې پراخ کمپاین ترسره کړ

د ښاري نظم د ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه هغه ګډ کمېسیون چې د ولایت مقام له لوري ترتیب شوی او مشري یې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز کوي، نن د مهترلام ښار په بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۶:۱۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پنځه پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

یاد کانال چې. . .

BACK TO NEWS