د مهترلام ښار د مختلفو ساحو صفايي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو له لوري د مهترلام ښار د مختلفو برخو صفايي ترسره شوه په یاده صفايي کې سرکونه، لارې، کوڅې، پلچکونه او ویالې پاکې شوې او کثافات ترې راټول او یو مناسب ځای ته انتقال کړل شول
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف پرسول هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې خپل فعالیتونه کوي او کثافات راټولوي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاک چاپېریال ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو لرې ځای ته انتقال او دفن کړي