د مهترلام ښار په دویمه ناحیه کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه پراخ کمپاین ترسره شو

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۰:۶
د ويالو پاکونه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو نن د مامور حیات الله "تلوار" په مشرۍ، د ښار د دویمې ناحیې اړوند په بېلابېلو سیمو کې د ویالو او پلچکونو د پاکولو پراخ فعالیتونه ترسره کړل
په دغو فعالیتونو کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات، خځلې، خټې او نور جامد مواد راویستل شول، چې وروسته یو لیرې، خوندي ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول، دا چارې د اوبو د بهېدنې د عادي حالت د تأمین، د سیلابونو د مخنیوي، او د ښار د پاکوالي په موخه وشول
مامور حیات الله وايي: دغه فعالیتونه د مشخص پلان له مخې هره ورځ په منظم ډول ترسره کېږي، څو د ښار ټولو ناحیو ته رسیدنه وشي او یو پاک، منظم او سالم چاپېریال ولرو
هغه له ښاریانو غوښتنه کوي چې د ویالو د بندېدو مخنیوي لپاره همکاري وکړي، خځلې په ټاکلي ځای کې واچوي، او د ښاري نظم په ټینګښت کې اوږه په اوږه ورسره ودرېږي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۴:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو کیلومتر په اوږدوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند د «ار یک» تفصیلي پلان په ساحه کې د یو کیلومتر په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې
یادې چارې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۳۸
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت تر چطر لاندې د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په مهترلام ښار کې ګډ آشر ترسره شو
یاد آشر چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۸:۵۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د سایه‌بانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایه‌بانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې. . .

BACK TO NEWS