د ولایت مقام د هدایت په اساس د دولتي املاکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د مهترلام ښار اړوند (R5) په ساحه کې (۱۰) جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۵:۴۷
شاروال مهترلام

دغه پلاني ځمکه چې د پراختیایی تفصلي پلان ساحه ده، د مهترلام ښار شمال لوري ته موقعیت لري، یو شمیر غاصبینو پکې په خپل سر کورونه، احاطې او سنګارۍ جوړې کړې وې، نن خوشبختانه د دولتي املاکو دغصب کمیسیون چې مشري یې د ولایت مرستیالې اغلې بریښنا صافۍ کوله او مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزی یې هم مل وه، یاد کورونه، سنګ کارۍ او احاطې یې ونړول شوې او ځمکه د غصب څخه خلاصه شوه.

نوټ: هیڅکله به غاصبینو ته اجازه ورنکړو چې دولتي املاک تر تصرف لاندې ونیسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۶:۳۸
Background image

د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د کورونو او بلاکونو د لوړې کرایې د مخنیوي په موخه له ګذر وکیلانو سره ناسته وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د کورونو او بلاکونو د کرایې زیاتوالي د مخنیوي په موخه یوه مهمه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۶:۲۹
Background image

د ښاري نظم او د پلو لارو د خلاصون ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې پراخ کمپاین ترسره کړ

د ښاري نظم د ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه هغه ګډ کمېسیون چې د ولایت مقام له لوري ترتیب شوی او مشري یې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز کوي، نن د مهترلام ښار په بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۶:۱۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پنځه پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

یاد کانال چې. . .

BACK TO NEWS